د اتریش د کورنیو چارو وزیر کارل نیهامر ویلي چې په یاد برید کې یو بریدګر او یو تن د سیمې اوسېدونکی وژل شوي دي.
د ده په وینا، دا بریدونه د یو ترهګریز پلان پر اساس تنظیم شوي وو.
په ورته وخت کې د فرانسې جمهور رییس، د اروپايي ټولنې رییس او یو شمېر نورو هېوادونو دغه بریدونه غندلي دي.
تر اوسه د بریدونو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.


