په امریکا کې ټاکنې او پر افغانستان یې د اغېزو په اړه شنونکي بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو شنوونکی امينالله شارق وايي، په امريکا کې ټاکنې او د يو نوي حکومت رامنځته کېدل نه يوازې پر افغانستان، بلکې د نړۍ پر ډېرو هېوادنو يو څه اغېز لرلی شي، خو دا اغېز به ډېر محسوس نهوي.
د شارق په خبره، په امريکا کې د ټاکنو له پای ته رسېدو سره به د افغان سولې په پروسه کې ټولییز بدلون رامنځته شي.
نوموړي وويل:
«له شک پرته د امريکا ټاکنې د نړۍ بيا په ځانګړي ډول پر افغانستان خپل اغېز لري، خو دا اغېز به ډېر محسوس نهوي، ټرمپ او بايډن دواړه افغانانو ته ازمايل شوې څېرې دي، ټرمپ اوسنی جمهور ریس دی او بايډن د پخواني جمهور رییس بارک اوباما لومړی مرستيال و. په امريکا کې چې هر حکومت رامنځته کېږي، په پايله کې به د افغان سولې برخليک هم په ډاګه شي، دا پروسه به يا چټکه شي او یا به هم ورو شي»
بل شنونکی ناصر موسوي بيا وايي، امريکا د نړۍ يو اقتصادي، پوځي او سياسي ځواک دی. په دغه هېواد کې ټاکنې او د نوي حکومت رامنځته کېدل د افغانانو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو ښکاره او جدي اغېز لري.
نوموړي زياته کړه، که د دغو دواړو نوماندانو له ډلې هر يو واک ته ورسېږي، نو د سولې په پروسه کې به تجديد نظر وشي او د افغانستان لپاره به نوي شرایط وضع شي.
موسوي وويل:
«امريکا اوس د نړۍ يو ځواک دی، له شک پرته په دغه هېواد کې ټاکنې او د نوي حکومت رامنځته کېدل د افغانانو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو جدي اغېز لري او دا ټاکنې ځانګړی اهميت لري، په ټاکنو کې د بايډن بريالیتوب ښايي د افغانستان په ګټه وي، ځکه د ټرمپ پالیسي او سياست ټولو تجربه کړ او د سولې په موضوع کې یې طالبانو ته امتيازات ورکړل.»
اجمل هوتک هم په دې باور دی چې په امريکا کې پالیسي، بهرنی سياست او تګلاره لهپخوا مشخص شوي او بدلون پهکې نهراځي.
هوتک وويل:
«په امريکا کې هر څه مخکې له مخکې مشخص دي، پالیسي موجوده ده، تګلاره له پخوا مشخص شوې، دا نوماندان که چېرته بريالي کېږي هماغه پالیسي به عملي کوي.»
په امريکا کې د نوي حکومت رامنځته کېدو لپاره ټاکنې په داسې حال کې کېږي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي په مذاکرې بوخت دي.
خو به وکتل شي چې د افغان سولې او د امريکايي سرتېرو د وتلو په تړاو د امریکا د نوي رامنځته کېدونکي حکومت دريځ به څه وي.


