ads

په کابل کې د جنايي جرمونو ګراف په مراتبو راټيټ شوی

د لومړي معاونيت مطبوعاتي دفتر وايي، په کابل ښار کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال امرالله صالح په مشرۍ د امنيت ټينګښت په تړاو اقدامات په قاطعيت روان دي او هڅه کېږي، څو د جرايمو ګراف صفر ته ورسېږي.

منصور یوسفزی
12 لړم 1399
په کابل کې د جنايي جرمونو ګراف په مراتبو راټيټ شوی

د لومړي معاونيت د مطبوعاتي دفتر مسوول رضوان‌الله مراد له کليد سره په خبرو کې د ارقامو له شريکولو پرته وويل، په کابل کې د جرايمو ګراف ډېر ټيټ شوی، دا بسنه نه‌کوي او هڅې روانې دي، څو د پاتې کم‌شمېر جرايمو مخنيوی هم وشي.
مراد وويل:
«د کابل امنيت ټينګښت په تړاو اقدامات په قاطعيت سره روان دي، د جرايمو ګراف ډېر ټيټ شوی، خو دا موږ ته بسنه نه‌کوي او تر هغې به هڅې روانې وي، څو د جرايمو کچه صفر شي، هره ورځ د لومړي معاون په مشرۍ د امنيت ټينګښت په تړاو جلسات کېږي. سپارښتنې دا دي چې د ټولو هغو کمو پېښو مخنیوی هم بايد وشي، چې د ښار په بېلابېلو سيمې کې پېښېږي.»
بل لور ته د کابل امنيه قومانداني وايي، د جنايي جرمونو ګراف ثابت حالت کې نه‌پاتې کېږي او تل د بدلون په حال کې وي، خو له تېرو لسو ورځو راهیسې د جنايي جرمونو ګراف په مراتبو راټيټ شوی دی.
د قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز له کليد سره په خبرو کې وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې يوازې اووه جنايي پېښې ثبت شوي جې له دې ډلې پنځو ته یې رسېدګي شوې او دوه نورې یې تر کشف لاندې دي.
نوموړي زياته کړه، د د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال ۲۰ کسان هم د جنايي جرمونو په تړاو نيول شوي دي.
«د جنايي جرمونو ګراف هېڅ کله په ثابت حالت کې نه‌پاتې کېږي، بلکې تل د بدلون او تغییر په حال کې وي. له شک پرته له ۱۰ ورځو راپه ‌دېخوا د کابل په امنيتي وضعيت کې مثبت بدلون رامنځ‌ته شوی او د جنايي جرمونو ګراف ټيټ شوی دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يوازې اووه جنايي پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې پنځو پېښو ته رسېدنه شوې او دوې نورې تر کشف لاندې دي.»
په ورته وخت کې کابل ښاريان هم په ښار کې د جنايي جرمونو ګراف ټيټ‌والي ته خوښ دي، خو له امنيتي بنسټونو غواړي، څو د امنيت ټينګښت په برخه کې دې خپلې هڅې لا زياتې کړي.
دوی زياتوي، د امنيت ټينګښت په تړاو روانې هڅې بايد دوامداره وي:
«په دې وروستيو کې په امنيتي وضعيت کې بدلون رامنځ‌ته شوی، موږ له دې حالت څخه خوښ يوو، خو دا بسنه نه‌کوي او امنيتي بنسټونه بيا په ځانګړي ډول پولیس بايد خپلو هڅو ته لا دوام ورکړي.»
بل‌خوا پوځي شنوونکي بيا وايي، د کابل ښار امنيتي وضعيت په نسبي ډول کنټرول شوی او دا هم د امرالله صالح قاطعيت او له مجرمينو سره یې د جدي چلند پايله ده.
د پوځي چارو شنوونکی علي وردګ وايي، که کورنيو چارو وزارت پر خپلو تعيناتو او ګمارنو کې اصلاحات رامنځ ته کړي، وړ، مسلکي او با ظرفيته کسان وګماري، نو امنيتي وضعيت به کنټرول شي.
دی زياتوي، له مجرمينو سره جدي برخورد هم د جنايي جرمونو د ګراف په ټيټ‌والي کې مهم رول لري.
وردګ وويل:
«اوس د ښار امنيتي وضعيت په نسبي ډول کنټرول شوی دی چې دا هم د لومړي مرستيال امرالله صالح د قاطع اقداماتو او له مجرمينو سره یې جدي چلند دی، د وضعيت د دوامداره کنټرول په هدف باید کورنيو چارو وزارت په خپلو تعيناتو او ګمارنو کې اصلاحات رامنځ‌ته کړي، دوی بايد وړ او مسلکي کسان وګماري. اوس خو وضعيت داسې دی چې مجرم نيول کېږي او د يو چا له‌خوا بېرته خوشې کېږي، که چېرې له مجرمينو سره جدي چلند وشي، نو د جنايي جرمونو ګراف راټيټېدی شي.»
د کابل په امنيتي وضعيت کې په داسې حال کې نسبي بدلون رامنځ‌ته کېږي چې څو اوونۍ مخکې د ښار په بېلابېلو سيمو کې د جنايي جرمونو د زياتېدو په تړاو د ښاريانو اندېښنې زياتې شوې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA