ads

په فلیپین کې نهه تنه د طوفان له امله مړه شوي

په فلیپین هېواد کې د سخت طوفان له امله نېږدې ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

محمدخان بریال
12 لړم 1399
په فلیپین کې نهه تنه د طوفان له امله مړه شوي
د یاد طوفان سرعت په یو ساعت کې ۲۲۵ کیلومټره و، چې لومړی د فلیپین کاتاندوانه سیمې ته رسېدلې او تر هغه وروسته یې خپل مسیر د جنوب پر لور بدل کړی دی.
فلیپیني چارواکي وایي، د راغلي طوفان په پایله کې نهه تنه وژل شوي او د یو میلیون په شاوخوا کې نور کسان له خپلو کورونو نورو سیمو ته تللي دي.
په ورته وخت کې د دغه طوفان له کبله ځینې کورونه او د برېښنا ستنې نړېدلې او د یاد هېواد په نورو برخو کې د سېلابونو د راتګ لامل هم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم په یاد هېواد کې د طوفان له امله ۲۰ تنه وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA