د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ژړۍ ولسوالۍ په نهر کارېز سیمه کې ۱۳ وسله وال په هوايي برېدونو کې، ۲۴ بیا د ځمګني عملیاتو په جریان کې وژل شوي او نور ټپیان شوي دي .
د بارکزي په خبره، د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک او ناګهان په سیمو کې هم د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ۶۴ وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور يې سخت ټپیان شوي دي.
بلخوا، د کندهار ولایتي مسوولین وايي، د کندهار په ولسوالیو کې اکثره هغه طالبان جنګېږي چي تازه د لوي جرګې د پریکړې پر اساس ازاد شوي.
مدني فعالان وايي، د وسله والو د رهبرۍ له خوا تازه ازاد شوي بندیان بیرته د جګړې لیکو ته لېږل د امریکا او دوی تر منځ د شوې هوکړې خلاف عمل یادوي.
هغوی وايي، د جنګ ډېرېدل د وطن د خرابېدو او د مسلمانانو د وژنی سبب کېږي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه چي د دوي تازه ازاد شوي کسان د جنګ په لیکو کې جنګېږي، څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


