ads

په ترکیه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر لوړ شو

د ترکیې په ازمیر ښار کې د جمعې ورځې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۴۹ تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
11 لړم 1399
په ترکیه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر لوړ شو
د جمعې په مازدیګر ۶.۶ درجې زلزلې د ترکیې او یونان ځینې برخې ولړزولې چې په پایله کې یې څو ودانۍ ونړېدې.
ترکي چارواکي وایي، د یادې زلزلې له کبله ۴۹ تنه وژل شوي او ۵۱۴ نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د یونان حکومتي چارواکو دا خبره کړې چې د سامو په جزیره کې هم دوو تنو د یادې زلزلې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادولو وړ ده چې تر زلزلې وروسته د ترکیې په ځینو نورو برخو کې سېلابونه هم راغلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA