د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي هلته په خبرو کې ویلي چې د جوبایډن سیاستونه د امریکا د اقتصاد پر زیان دي او د هغه بریا به په ټاکنو کې د چین بریا وي.
د ده په خبره، بایډن ته رایه د تېلو صنعت بندېدو او د پنسلوانیا ایالت د له منځه تلو مانا لري.
ټرمپ زیاته کړې چې دوی به د بایډن بریالي کېدو ته اجازه ورنه کړي او خپل ځان یې د ټاکنو ګټونکی بللی دی.
نوموړي یو ځل بیا خپل ډیموکراټ سیال بایډن په فساد تورن کړی دی.
ټاکل شوې چې د امریکا ټاکنې په روانه میلادي میاشت کې ترسره شي.
په دغو ټاکنو کې دوه مهم نوماندان اوسنی جمهور رییس ډونالډټرمپ او جوبایډن ټاکنیزې سیالۍ کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


