د ترکیې رسنۍ خبر ورکوي چې د اژه سمندر په ساحل کې د ریختر په کچه د ۷درجې سختې زلزلې له کبله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
د ترکیې چارواکو په خبره تر دامهال ۱۹تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۲۰نور ژوبل شوي دي.
د ازمیر ښاروال وایي، د زلزلې له کبله تقریباً ۲۰ ودانۍ نسکورې شوې دي چې له یادو ودانیو څخه تر دا مهال ۷۰تنه ژوغورل شوي دي.
ویل کېږي زلزلې د استانبول ته نږدې سیمې هم لړزولي دي او همدارنګه یې د یونان د ساموس په جزېره کې هم دوه تنه مړه کړي او اته نور ژوبل شوي دي.
په ترکیه کې د بېړنیو حلاتو سره د مبارزې ادرې خبر ورکړی، چې لاهم تر ړنګو ودانیو خلک ګېر پاتې چې دوی یې د پلټنو هڅې کوي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

