ads

په هند کې د کورونا ویروس له کبله د مړینې شمېر له ۱۲۱زره څخه واوښت

د هند رسنۍ خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د کورنا ویروس د مثبتو پېښو شمر تر ۸ میلیونو اوښتی دی.

شمس الرحمن شمس
9 لړم 1399
په هند کې د کورونا ویروس له کبله د مړینې شمېر له ۱۲۱زره څخه واوښت

د ریپوټونو له مخې په هند کې تر دا مهاله ۱۲۱زره او ۱۱۴تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي دي او تر ۷ میلیونه ډېر کسان بیا ترې رغېدلي دي.

هند له امریکا وروسته دوېیم هېواد دی چې کرونا ویروس ډېر ځپلی دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په امریکا کې له کووېډ ۱۹ ناروغۍ څخه د مړینې شمېر یو ملیون ۱۸۲زره او ۲۷۲تنو ته رسېدلی دی.

او په امریکا کې په دې ویروس ۸میلیونه ۹۴۶زره ۶۹۱تنه اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۵میلیونو ته ورسېد او تر یو میلیون ډېر کسان قرباني شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA