روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۲۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۲۶۸تنو ته ورسېد.
دغه وزارت وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۳ تنه مړه شوي او ۲ نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۵۳۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۲۳۹ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.