ads

د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ بازار وسله والو طالبانو نيولی دی

په ولسي جرګه کې دارزګان د خلکو استازي وايي دارزګان دهراوود ولسوالۍ بازار ته وسله وال طالبان داخل شوي دي.

احسان الله ولسمل
8 لړم 1399
د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ بازار وسله والو طالبانو نيولی دی

په ولسي جرګه کې دارزګان د خلکو استازی حاجي قدرت الله رحيمي او دهراوود ولسوالۍ يو شمير اوسېدونکي وايي، وسله وال طالبان دارزګان د هراوود ولسوالۍ بازار نيولی دی.

حاجي قدرت الله رحيمي وايي د ولسوالۍ مرکز او د اردو د کمپ ترمنځ سيمه وسله والو طالبانو نيولې ده او هلته پر مېشتو امنيتي سرتېرو يې جګړه پیل کړې ده.

« وضعیت خو داسې دی چې طالبان بازار ته رسېدلي او یوازې ولسوالۍ او امنیه قومانداني پاتې چې هغه هم محاصره ده»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ارزګان د والي وياند احمدشاه ساحل خبر ورکړ، چې يادې ولسوالۍ ته یې تازه دمي سرتېري رسېدلي دي.

خو د ولسي جرګې ياد غړی وايي، تازه دمي سرتېري هلته د ملي اردو په يوه کمپ کې مېشت دي او جګړه نه کوي.

حاجي قدرت الله رحيمي وايي د ولسوالۍ امنيتي وضيعت د اندېښنې وړ دی او که پاملرنه ورته ونه شي ياده ولسوالۍ به په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو لاس ته ولويږي.

« کمنډو یې پرون لېږلې، خو هغه د اردو په یوه کمپ کې دېره شوي دي، هلته شبکې هم کار نه کوي موږ کوشش کوو، چې له امنیتي چارواکو سره وګورو»

دارزګان د والي ويانداحمد شاه ساحل بیا دغه ډول څرګندونې رده وي چې د يادې ولسوالۍ بازار دې وسله والو طالبانو نيولی وي.
نوموړی وايي، چې د ولسوالۍ د وضيعت د کابو کولو لپاره تېره ورځ تازه دمي سرتېري رسېدلي دي.

« نه نه ولسوالي او قومانداني د طالبانو لاس ته نه ده لوېدلې، د ولسي جرګې وکیل په کابل کې دی او له هر چا څخه یې معلومات کړي دي له ځان یې ویلي دي همدا اوس مې ولسوال سره خبرې وشوې نه قومانداني  او نه هم ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده، منو طالبانو بریدونه کړې دي او ددې لپآره موږ تازه دمه سرتیري لېږلي. هو د بازا شاوخوا طالبان رانږدې شوي دي خو ځواکونه هڅه کوي چې د هغوی پر شا وتمبوي.»

د ارزګان د هراوود ولسوالۍ د ارزګان يوه له با امنه ولسواليو څخه شمېرل کېدله خو په دي ورستيو کې امنيتي وضيعت یې د اندېښنې وړ ګڼل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA