ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر دوه لکه او ۲۸ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر اته میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر دوه لکه او ۲۸ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
8 لړم 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر دوه لکه او ۲۸ زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۴۳ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۷ زره او ۹۰۷ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۵۸زره ۴۵۶ په مکسیکو کې ۹۰زره او ۳۰۹ په هند کې ۱۲۰زره او ۵۲۷، په بریټانیا کې ۴۵ زره ۳۶۵، په ایران کې ۳۳ زره او ۷۱۴ او په پاکستان کې ۶۷۷۵ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA