د اذربایجان حکومت ادعا کړې چې پرون دارمنستاني ځواکونو لخوا پر بردعه ښار توغندي توغولي دي چې له کبله یې ۲۱تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
ارمنستان حکومت پیا ددې ادعا په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د اذربایجان اوسېدونکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دواړو پوځیانو ترمنځ جګړه ډېره بد وضعیت ته تللي او هره ورځ لسګونه کسان پکې وژل کېږي.
په همدې حال کې د روسیې حکومت تېره ورځ وویل، چې د اټکل له مخې تر اوسه تر پنځه زره ډېر کسان د روانې جګړې له کبله وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو پوځیانو ترمنځ له کابو یونیمې میاشتې راهیسې د قرباغ په لانمجنه سیمه جګړه راونه ده.
د اذربایجان جمهور رییس ویلي تر هغې به جګړه دوام لري څو چې د ارمنستان پوځیان له قرباغ سیمه څخه وتي نه وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

