د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر اته میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر دوه لکه او ۲۷ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۴۳ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۷ زره او ۷۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۵۷زره ۹۴۶ په مکسیکو کې ۸۹ زره او ۸۱۴، په هند کې ۱۱۹زره او ۵۰۲، په بریټانیا کې ۴۵ زره ۸۸، په ایران کې ۳۳ زره او ۹۹۹ او په پاکستان کې ۶۷۵۹ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

