ریپوټونه ښیي چې په اروپا کې د روغتونونو عاجل خونې له سختو ناروغانو ډکې دي او له بېړني ناروغ پرته نور ناروغان نه نیول کېږي .
د کورونا وبا د دوېیمې څپې له کبله د اروپا په ګڼو هېوادونو کې سخت بندیزو رامنځته شوي دي، چې په ډېرو هېوادو کې یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
روسیه له امریکا او هند څخه وروسته درېیم هېواد دي چې د کورونا ناروغان شمېر پکې ډېر دی او په عامه ځایونو کې یې ماسک اغوستل جبري کړي دي.
پرون په روسه کې په یوه ورځ له کورونا ناروغۍ څخه د ۳۲۰ تنو د مړینې راپورونه ورکړل شول چې په روسیه کې ګڼ روغتیایي چارواکي اندېښمن کړي دي.
بل لورته په ایټالیا کې هم سخت محدویتونه رامنځته شوي چې د مېشتو خلکو له پراخ اعتراض سره مخ شوي دي.
همدارنګه په بلجیم کې بیا ډاکټرانو ته سپارښتنه شوې چې په هر حال د کورونا ناروغانو درملنه ته ادامه ورکړي حتا که په کورونا ناروغۍ اخته هم وي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۴۳ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

