ads

خوست کې پرونۍ پېښې خلکو ته په ميليونونه افغانۍ تاوان اړولی

په خوست کې پرونۍ پېښې د ښار  د مارکېټونو او هټيو ځينې برخې زیانمنې کړې او خلکو ته يې په میلیونونه افغانۍ زیان رسولی.

بختاجان بختیار
7 لړم 1399
خوست کې پرونۍ پېښې خلکو ته په ميليونونه افغانۍ تاوان اړولی

په ښارکې ډېری کوڅې او سرکونه د ښیښو ډک دي او ترڅنګ يې د جګړې سيمې ته د نږدې خلکو کورونه هم نړېدلي دي.

له جګړې یوه ورځ وروسته نن هم د خوست ښار فضاء ګردجنه او جګړې ته پر څېرمه سيمه خاموشي خپاره ده.

نن سهار وختي د ښار په هټیو، مارکېټونو، کوڅو او لارو کې خلک د پرونۍ پېښې له کبله د  ورانو شوو ځایونو په سمبالولو بوخت ول.

عابد میاخېل په نوم یو تن ځوان چې په ښارکې شخصي کورس لري، دد فتر ټولې شیشې یې ماتې، کمپیوټرونو او نورو درسي موادو ته یې زیان اوښتی دی.

هغه وایي، چې پدې شیانو یې ډیر مصرف کړی وو، خو پرونۍ چاودنې ترې هرڅه له کاره ویستي:

« موږ دلته په لکونو سرمایه ګزاري کړې وه، اوس که تاسو زموږ صنفونه، اداره، کمپیوټرونه او نور درسي لاوزم وګورئ هرڅه له منځه تللي.»

د جاوېد په نوم یو بل ځوان چې دلته په ښار کې درمل پلرونځی لري، وایي ډیر تاوان ورته اوښتی او په خبره یې چې نه یوازې ده ته، بلکې د ښار هر دوکاندار او هر مارکیټ یې د خپلې برخې زیان اړولی:

« تاسو وګورئ زما ددوکان ټولې شیشې ماتې دي، المارۍ رانسکورې او شیان یې خراب شوي دي، دا تاوان یوازې ماته نه، ټولو ښاریانو ته پدې شکل رسیدلی.»

د یادې پیښې له کبله نه یوازې چې خلکو ته مالي تاوان رسېدلی، بلکې د ښار اسېدونکي په رواني لحاظ هم ځپل شوي او ویرېدلي دي.

د عبدالناصر په نوم یو تن ځوان وایي، د جګړې سیمې نږدې کورنۍ په رواني لحاظ نا ارامه شوې او داسې هم شوي چې ترماښامه د کورنۍ لویان او ماشومان سره بېل ساتل شوي:
«پرونۍ پېښې د مالتي تاوان ترڅنګ خلکو ته ذهني ستونزې پیدا کړې او داسې خلک هم شته چې له هرې ورځې جګړې ستړي او له ژونده ناهیلي کړي دي.»

د حکیم خان په نوم یو بل ځوان وایي، سهار چې ښار ته راغی، حالات خراب او خلک وېرېدلي وو، په وینا یې نن هم د خلکو سره دا اندېښنه شته چې خدای مه کړه د پرونۍ پېښې په څېر بیا یو څه ترسره نشي:

« د ښار وضعیت بدل دی، له تیرو ۱۱ کالونو راهیسې په خوست کې دا ډول درنې پېښې نه وې شوې، خلک په ویره کې دي او اوس هم داسې فکر کوي، چې بیا چاودنې او دا ډول بریدونه ونه شي»

په خوست کې د پرونۍ پیښې په غبرګون کې چې د بریدګرو، نظاميانو او ملکي خلکو په ګډون پکې ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته ددې ولایت ځوانانو پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګون وښود، شخصي او دولتي کلینیکونو ته لاړل او ټپیانو ته یې وینې ورکړې.

ددې ترڅنګ د جګړې له پای ته رسیدو سره سم بې شمیره ځوانانو د ترسره شوې جګړې څخه د خلکو د پام اړولو پخاطر په ټولنیزو رسنیو کې د خوست د ښایسته سیمو او منظورو انځورونه خپاره کړل، څو هغه خلک چې پرونۍ حملې په رواني لحاظ تر فشار لاندې راوستي وو د هغوی فکرونه وربدل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA