ads

د ارزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې ۶۵ پوليس وژل شوي

د ارزګان د ګيزاب ولسوالۍ سيمه‌یېز او امنيتي مسولين وايي، د تېرو ۴۰ ورځو په جګړو کې تر ۶۵ ډېر افغان پوليس وژل شوي دي.

احسان الله ولسمل
6 لړم 1399
د ارزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې ۶۵ پوليس وژل شوي

د دې ولسوالۍ امنيه قومندان لالی وايي، ولسوالۍ لاهم د سقوط له ګواښ سره مخ ده اود يادې ولسوالۍ په ۱۰۰مترۍ کې وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره پر جګړه بوخت دي.
نوموړی زیاتوي، يادې ولسوالۍ ته تازه دمي سرتيري رسېدلي، خو د وسله والو طالبانو پر وړاندي هېڅ عمليات نه ترسره کوي.
«د ګيزاب ولسوالۍ د وضيعت په اړه به زه څه ډول معلومات درکړم، کمانډو ځواکونه ۶۰ او يا ۷۰ کسان دي. همدارنګه ځانګړې قطعه هم شته، خو په جګړه کې موږ مخته یو او هغوی مو تر شاه وي. د شرم خبره ده چې په ۴۰ ورځو کې مو ۶۵ پولیس وژل شوي دي.»
د ارزګان د والي وياند بیا د ګيزاب ولسوالۍ د امنيه قومندان دغه ډول ادعاوې رده وي او په خبره يې، داسې خبري د ګيزاب ولسوالۍ د امنيه قومندان شخصې نظر دی.
احمدشاه ساحل وايي، افغان ځواکونه په ولسواليو کې د عمليات د پيل پلان لري.
«دا دومره ساحې بیا چا ونيولي چې دوی وایي، عمليات نه درسره کېږي. همدغو ګډو ځواکونو یادې ساحي له وسله والو طالبانو څخه ونيولې.»
بلخوا د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې هم وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر وړاندي هره ورځ پراخ بريدونه ترسره کوي.
په ياده ولسوالۍ کې يوې حکومتي باوري سرچينی کليد ته وويل، هلته هم د وسله والو طالبانو پر وړاندې تر دامهاله هېڅ عمليات نه دي ترسره شوي او هره ورځ د افغان ځواکونو امنيتي پوستي سقوط کوي.
د ارزګان والي محمدعمر شېرزاد بیا د ارزګان ولایت د ترينګلي امنيتي وضيعت لوی لامل د پوليسو په ليکو کې د خيالي پوليسو موجوديت ياده وي.
هغه وايي، که د خيالي پولیسو تشه ډکه نه شي، حالت به نور هم خراب شي.
هغه زیاتوي، د خيالي پوليسو له منځه وړل يې لومړيتوب دی او که په دې هڅه کې ناکامه شي، له دندې به استعفا وکړي.
«ما دا درک کړې ده چې ارزګان ولې له دغه حالت سره مخ دی. څو چې موږ په پولیسو کې اصلاحات رانه وړو، دلته خيالي پوليس شتون لري. قسم دی چې یا به د پولیسو په لیکو کې سموونې راولم او یا به دنده پرېږدم.»
خو د ارزګان امنيه قومندان مل پاسوال محمدخطاب خنجري بیا دغه ډول ادعاوې رده وي چې ګواګي د پوليسو په ليک کې دي دومره خيالي سرتيري موجود وي چې امنيت ته ګواښ شي.
څه موده وړاندي د کليد په يوه څيړنيز راپور کې داسي معلومات وړاندي شوي وو چې ارزګان کې د پوليسو په ليکو کې پراخ فساد موجود دی، ډېر پولیس پر نشه‌یي توکو رږدي دي او د جګړې د لومړۍ کرښي سرتيرو ته د معاش په بدل کې نشه‌یي توکی ورکول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA