دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۴۳ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۷ زره او ۴۷۹ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۵۷زره ۳۹۷، په مکسیکو کې ۸۹ زره او ۱۷۱، په هند کې ۱۱۹زره او ۵۰۲، په بریټانیا کې ۴۵ زره ۸۸، په ایران کې ۳۲ زره او ۹۵۳ او په پاکستان کې ۶۷۳۹ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


