ads

مدني بنسټونه د جګړې پای او د اوربند ټينګښت غواړي

په کابل کې يو شمېر مدني بنسټونه وايي، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خلک د تاوتريخوالي د زياتېدو شاهدان دي چې ډېره قرباني له ملکي وګړو اخلي.

منصور یوسفزی
6 لړم 1399
مدني بنسټونه د جګړې پای او د اوربند ټينګښت غواړي

دوی په جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړي چې په خپلو کې اوربند وکړي.
د افغانستان د ښځو شبکې غړې روشن مشعل وايي، شاوخوا دوه کاله کېږي چې د امريکا په منځګړيتوب د سولې خبرې روانې دي، خو ورسره هم‌مهاله جګړې هم زور اخیستی دی.
نوموړې زياته کړه، که د سولې دواړه خواوې په رښتيا هم سولې ټينګښت ته ژمن دي، نو د خپلې ارادې د اثبات په موخه دې اوربند وکړي.
د مشعل په خبره، د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو د نړيوالې ټولنې چپتيا د اندېښنې وړ ده او دوی بايد د ملکيانو د وژل کېدو په تړاو خپل غږ وچت وکړي.
نوموړې وويل:
«هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې بې‌ګناه خلک د تاوتريخوالي د زياتېدو شاهدان دي او ډېره قرباني ورکوي، دوی له سختو امنيتي ګواښونو سره شپې ورځې سبا کوي، شاوخوا ۴۰ ورځې کېږي چې بين‌الافغاني او شاخوا دوه کلونه کېږي چې د سولې خبرې د امريکا په منځګړیتوب روانې دي، خو بيا هم د جګړې په شدت کې تغییر نه‌دی راغلی او زياته شوې، بله موضوع د روان تاوتريخوالي او انسان وژنې په تړاو د نړيوالې ټولنې چپتيا ده چې په رښتيا هم د اندېښنې وړ خبره ده.»
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې کور بنسټ غړې نګينه ياري وايي، د ملکي او بې‌ګناه کسانو وژنه په هېڅ دين او مذهب کې مشروعيت نه‌لري او هېوادوال له دواړو خواوو غواړي چې جګړه پای ته ورسوي.
نوموړې ټينګار کوي، د مذاکرې له لارې بايد دواړه خواوې د روانې ټپل شوې جګړې پر پای ته رسېدو سره هوکړه وکړي.
ياري وويل:
«په هېڅ مذهب او دين کې د بې‌ګناه کسانو وژنه مشروعيت نه‌لري او توجيه کېدای نه‌شي، که په رښتيا هم په قطر کې ناست مذاکراتي پلاوي د سولې ټينګښت اراده لري، نو د خپلې ارادې د اثبات په هدف دې سراسري اوربند اعلان کړي.»
د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ غړی نعيم ايوب‌زاده بيا وايي، په هېواد کې روان امنيتي وضعيت ټول ناهيلي کړي او ورځ تر بلې تاوتريخوالی د زياتېدو په حال کې دی.
دی زياتوي، په ټوله نړۍ کې اصول دا دي چې هر کله د سولې مذاکرات کېږي، نو له هر څه وړاندې بايد اوربند اعلان شي.
ايوب‌زاده وويل:
«روان وضعيت موږ سخت ناهيلي کړي يوو، هېڅ ډول هيله او تمه راتلونکي ته نه‌ليدل کېږي، قطر کې مذاکرات او له بلې‌خوا د جګړې شدت او تاوتريخوالي زيات‌والي په رښتيا هم د اندېښنې وړ خبره ده، نړيوال اصول خو دا دي چې هرکله مذاکرات کېږي، تر هر څه وړاندې بايد اوربند وشي.»
بل‌خوا يوناما بيا په خپل تازه راپور کې ويلي چې د روان ميلادي کال له پيله د سپټمبر مياشتې تر پايه پورې په بېلابېلو بريدونو کې ۲زره او ۱۱۷ ملکيان وژل شوي او ۳زره او ۹۳۹ نور ټپيان شوې دي.
په قطر کې د سولې مرکچي پلاوو د تماس ډلو ترمنځ څه د پاسه ۴۰ ورځې کېږي چې پر اجنډا او مذاکرې پر تګلارې خبرې رواني دي، خو لاهم کومې هوکړې ته سره نه‌دي رسېدلي.
دغه خبرې په داسې حال کې روانې دي چې ورسره هم‌مهاله د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې جګړه په شدت روانه ده او هېوادوال یې سخت اندېښمن کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA