ads

د خوست ترهګریز برید د لسو بریدګرو په وژل کېدو پایته ورسېد

د کورنیو چارو وزارت په خوست ولایت کې پر ځانګړو سرتېرو د موټر بم او وسله وال برید د پایته رسېدو خبر ورکوي.

بختاجان بختیار
6 لړم 1399
د خوست ترهګریز برید د لسو بریدګرو په وژل کېدو پایته ورسېد

د خوست اوسیدونکي چې نننۍ ورځ یې له خوبه د بیداریدو سره سم په درنو چاودنو او ویر سره پیل کړه.
د خوست له ښاره د درنې چاودنې له غږ سره سم د درنو او سپکو وسلو غږونو خلک له ورځينو کاروبارونو او ښارته له تلو راوپس کړي او ښار درنو لوګیو په سر واخیستی و.
د خوست امنیه قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل د پیښې په ځای کې رسنیو ته وویل چې پدې پیښه کې ۳۴ تنه ملکي او نظامي خلک ټپیان شوي، ۵ تنه نظامیان مړه او لس تنه بریدګر وو، چې ۳ تنو یې خپلو ځانونوته چاودنې ورکړې او ۷ نور مخکې له چاودنې د نظامیانو له خوا له منځه وړل شوي:
«په نني برید کې ۲۵ تنه نظامیان او ۹ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي، ۵ تنه نظاميان مړمه شوي او ۱۰ تنه بریدګر له منځه وړل شوي.»
دپیښې ځای ته مازیګر ناوخته خبریالانو ته د ورتلو اجازه ورکړل شوه، لومړۍ د یوه موټر بم په وسیله د قطعې په ختیځ لوري دروازې برید شوی چې وروسته پلي برید کوونکي د ننه شوي او جګړه یې پیل کړې ده.
ښار ته تلونکي لارې تړل شوي وې او ښار هم په بشپړ دول بند شوی وو. د چاودنې له ځایه لیرې د ښارکوڅې او سرکونه له ماتو شوو شیشو ډک دي.
خلک هم یریدلي او د ښار بڼه هم ګردونو او لوګیو په سر اخیستي وه.
د خوست دوو تنو ښاریانو راز محمد او حافیظ الرحمن کلید سره په خبروکې د ښار دننني وضعیت په تړاو غږیدلي.
رازمحمد: «نن سهار د معمول خلاف درنې چاودنې راويښ کړو، د کور ماشومان او سپین ږیږي ویریدلي وو او او د ښا یوه زړه بګوونکي څيره خپله کړې وه.»
حافیظ الرحمن: «خلک ټول ویردلي دي، ښارته تلونکي لارې بند او حالت بیخي خراب دی.»
د خوست د ولایتي شورا یو تن وکیل قمرعلي لکڼوال وايي چاودنه دومره زوروره وه، چې په تیرو ۱۸ کالونو کې په خوست کې دا ډول چاودنه نه وه ترسره شوې.
هغه د پړه ګوته امنیتي چارواکو ته نیسي چې ګني په امنیت کې پاتې راغلي:
«امنیتي چارواکي د پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي، موږ او تاسو ولیدل چې تیر ماښام هم په ښار کې موټرسایکل بم چاودنه وشوه او دای اوس بیا موټر بم او ورپسې بریدګرو برید پیل کړ.»
دا برید په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخه کچه غندل شوی او خلکو د امنیتي ځواکونو او همداشان ټپیانو ته د وینې د روکړې کمپآینونه پیل کړل.
دد کمپاین په نتیجه ک پې شمیره ځوانان شخصي او دولتي روغتونونو ته ولاړل او خپلې وینې د پیښې زخمیانو ته ورکړې.
د یادونې ده چې تراوسه ددې برید مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA