د دغه وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې د سپین غر ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې د نومول شوي ولسوال مرستیال قدرت الله او د سرخرود ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال ولسوال امرالله د افغان سرتېرو په ځانګړو عملیاتو کې ونیول شول.
د ارین په خبره، د عملیاتو پر مهال یوه اندازه مهمات او وسلې هم افغان سرتېرو ته په لاس ورغلې دي.
تر اوسه یادو ډلو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ننګرهار د افغانستان هغه ولایت دی چې له پاکستان سره نېږدې پوله لري او په دې وروستیو کې یې امنیتي حالت ډېر خراب شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ