ads

په ارزګان کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د ارزګان امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي او ټپيان دي.

احسان الله ولسمل
4 لړم 1399
په ارزګان کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د ارزګان د والي وياند احمدشاه ساحل وايي، په ياد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د يوه قومندان په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، په جګړه کې څلور افغان سرتيري ټپیان شوي هم دی.
د ارزګان امنيه قومندان مل پاسوال محمد خطاب خنجري بیا ډاډ ورکوي چې دا مهال په ياده ولسوالۍ کې افغان ځواکونو امنيتي وضيعت کنټرول کړی دي.
نوموړی وايي، په دهراوود ولسوالۍ کې افغان ځواکونه په قوي مرال د وسله والو طالبانو پر واړندي په جګړه بوخت دي.
بلخوا يوه باوري دولتي سرچينه وايي، په دهراوود ولسوالۍ افغان ځواکونو هېڅ پرمختګ نه دی کړی.
ياده سرچينه وايي، په دغه ولسوالۍ کې په زيات شمېر افغان سرتيرو ته هم مرګ ژبله اوښتي ده.
سرچينه له مرکزي اداري غوښتنه کوي چې د دهراوود ولسوالۍ امنيتي وضيعت ته پاملرنه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA