ads

پاکستان ته د تلونکو وګړو د پاسپورتونو نامعلوم برخلیک

په ننګرهار کې د عامو خلکو لسګونه زره پاسپورټونه بې برخلیکه پراته دي.

جان اغا صالح
4 لړم 1399
پاکستان ته د تلونکو وګړو د پاسپورتونو نامعلوم برخلیک
خلک شکایت کوي او وایي، دوی دا پاسپورتونه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ ولایت ته ورکړي وو، خو تراوسه ولایتي ادارې په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.
وېزه اخیستونکي وایي، له دوی یې پاسپورټونه د وېزې د لګولو په خاطر ټول کړي وو، خو نه پوهېږي، څنګه به يې بېرته ترلاسه کړي.
«موږ چې هاغه تېره اوونۍ پاسپورټونه ورکړي، تراوسه یې معالومات نه کېږي چې څنګه شول، نه راته ولایت معالومات راکوي او نه د کونسلګرۍ مسولین موږ خپل پاسپورټونه غواړو.»
په همدې حال کې ولایتي چارواکي وایي، تر دې دمه یې د ټوکنو د ویش له ځایه شاوخوا ۳۵ زره پاسپورټونه ترلاسه کړي، چې اوس یې د تقسیم بندۍ پر چارو بوخت دي.
د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند وایي، راټول شوي پاسپورټونه به د یو ځانګړي میکانیزم له لارې پر خلکو وویشي.
«تراوسه پورې موږ شاوخوا ۳۵ زره پاسپورټونه راټول کړي چې اوس یې په شمار بوخت یو، دا به موږ د یو ځانګړي میکانیزم له لارې بیرته په خلکو ووېشو.»
نوموړی وایي، له پاکستاني چارواکو سره یې د ویزو له شپږو میاشتو څخه تر یو کال پورې د وخت غځېدو غوښتنه هم کړې او هیله مند دی چې د سوداګرۍ، محصلینو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې به ګڼې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.
«له پاکستاني چارواکو سره د ویزو د وخت د زیاتېدو خبره هم شوې او هیله مندي شته چې وخت به یې زیات شي، هم به د سوداګرۍ، ناروغانو او هم به د محصلینو ته اسانیتاوې برابرې شي.»
بل لورته مدني فعالان بیا په حکومت نیوکه کوي او وایي چې په شته امکاناتو کې ونه توانېدل ولس ته په کور دننه زمینه برابره کړي.
مدني فعال حیات الله حمیدي وایي، که حکومت ولس ته په هره برخه کې زمینه برابره کړې وای، ولس به پاکستان نه د دتللو لپاره زړه نه ښه کوه.
«حکومت باید داسې بنسټيز کار کړی وای، اوس خلک نه مجبوریدل چې ځانونه پاکستان ته په تګ ووژني.»
ننګرهار کې د پاکستاني ویزو په برخه کې داسې مهال د ستونزو خبره کېږي، چې تېره اوونۍ د جلال اباد ښار فوټبال لوبغالي کې د ویزې لپاره د ټوکن اخیستو په برخه کې زیاتې ګڼې ګوڼې د ۱۲ میرمنو ژوند واخیست او د درییو نارینه وو په ګډون یې ۱۳ نور ژوبل کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA