تر دې وړاندې د فرانسې جمهور رییس مکرون ویلي وو چې اسلام په ټوله نړۍ کې له ناورین سره مخ دی او پر یوه داسې ښار پورې محدود دی چې ګڼ مېشتي مسلمانان پکې اوسېږي.
د هغه د یادو څرګندونو پر وړاندې رجب طیب اردوغان ویلي چې د فرانسې جمهور رییس داسې څرګندونې ښيي چې هغه په رواني ناروغۍ اخته شوی.
د فرانسې د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اردوغان څرګندونې د منلو وړ نه دي.
د فرانسې یو بل لوړپوړي چارواکي هم د ترکیې د جمهور رییس څرګندونې چې ګواکي ایمانویل مکرو رواني درملنې ته اړتیا لري، سپکاوی بلل دی.
د دواړو مشرانو یادې څرګندونې د دې لامل شوې چې فرانسه له ترکیې خپل سفیر ور وغواړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


