ads

پاکستان بیا هم د نړیوالې ترهګرۍ له خړ لېست څخه بهر نه شو

د تورو پېسو د مینځنې او د ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو پر چارو د څار ادارې ( اېف ای ټي اېف) خبر ورکوي چې پاکستان بیا هم د نړیوالې ترهګرۍ ډلو د تمویل په خړ لېست کې پاتې شو.

شمس الرحمن شمس
3 لړم 1399
پاکستان بیا هم د نړیوالې ترهګرۍ له خړ لېست څخه بهر نه شو

د دې ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان د دوی ټول شرطونه نه دي پوره کړي او وخت یې ورکړل شوی چې د ۲۰۲۱کال تر فبرورۍ پورې ټول شرطونه عملي کړي څو له دغه خړ لېست څخه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ترهګرو ډلو د تمویل په هدف تورن دی، خو د پاکستان حکومت بیا دا تور ردوي او وایي چې دوی له ترهګریزو بریدونو ډېر زیانمن شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د ۲۰۱۸م کال په جون میاشت کې د (ایف ای ټي اېف) په خړ لېست کې شامل شو.

دغه لېست ته هغه هېوادونه وراچول کېږي چې د ناقانونه پیسو د انتقال او د ترهګرو د تمویل د سرچینو په وچولو کې کمزوري بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA