ads

د خوست اوسېدونکي: که وسله وال طالبان غواړي چې سولې ته ورسیږي نو لومړۍ دې اوربند وکړي

د خوست يو شمېر ديني عالمان او قومي مشران غوښتنه کوي، چې د سولې د روانو مذاکراتو په جريان کې دې دواړه خواوې اوربند وکړي.

بختاجان بختیار
3 لړم 1399
د خوست اوسېدونکي: که وسله وال طالبان غواړي چې سولې ته ورسیږي نو لومړۍ دې اوربند وکړي

دوی چې نن ورځ د افغان سولې مرکچي پلاوي د ملاتړ په موخه رابلل شوې غونډې ته خبرې کولې، وويل چې د اوربند پرته په دوحه کې د افغان سولې په باب روان مذاکرات بې پايلې دي.

دوی په خپلو خبرو کې ويل که په جنګ کې ښکېلې خواوې په ځانګړي وسله وال طالبان غواړي، چې د سولې روانه پروسه بريالی پای ته ورسيږي، نو له هر څه مخکې دې اوربند وکړي.

د غونډې يو تن ګډونوال مولوي محمدعارف عرفان خپلو خبرو کې وويل دوی د افغان مرکچي پلاوي له پرېکړو ملاتړ کوي، خو له هر څه مخکې بايد دواړه خواوې په هېواد کې د سرتاسري اوربند په ټينګيدو موافقه وکړي:

 ((نور بايد د افغانانو په وژنو کې ګټې ونه لټوو. دولت طرف هم غږ کوم او طالبانو وروڼو باندې هم غږ کوم، چې اوربند وکړئ، شخصي ګټو نه تېر شئ، ملي ګټې ځانونو ته محترمې وګڼئ، څو ستاسو نومونه د افغانستان په راتلونکي تاريخ کې په ذرينو کرښو نومونه وليکل شي.))

د خوست د ديني عالمانو شورا مشر مولوي شاه محمد دغې غونډې ته په خبرو کې په وسله والو طالبانو غږ وکړ، که غواړي واک ترلاسه کړي، نو جګړه دې بنده کړي.

هغه وويل تېر تاريخ ته کتو هېڅ ډله په دې نه ده توانيدلې، چې د زور له لارې په افغانانو حکومت وکړي، نو طالبانو ته هم په کار ده چې له زور تېر شي او له نرمښت څخه کار واخلي:

((د يوه عالم په حيث په طالبانو غږ کوم چې د افغانانو په درد باندې ودرديږي او رحم پرې وکړي، ځکه دا زموږ ولس دی، ځکه که راشئ په همدې ولس به بادشاهی کوې.))

يو تن قومي مشر سمين خان بيا د ديني عالمانو او قومي مشرانو يادې غونډې ته وويل روانې جګړې له وژنو پرته بل هيڅ هم افغانانو ته په ميراث نه دي پرې ايښي، نو ددې ناوړه پديدې څخه د خلاصون لپاره بايد ټول لاسونه سره يو کړي:

((د طالبانو په مشرانو او د افغان دولت په مشرانو غږ کوم، چې نوره جګړه بس ده. ددې ناوړه جګړې څخه لاس واخلئ، جګړه را واخلی او په سوله يې بده کړی. سوله سراسر خير دی. سوله د تولو پرمختګونو مور ده.))

دې غونډې ته يو شمېر نورو ويناوالو هم په خپلو خبرو کې د جنګ په دواړو غاړو په ځانګړي ډول وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې په برخه کې رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي او د سولې روانو مذاکراتو کې صادقانه مخکې لاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA