ads

په ننګرهار کې د شپږو پاکستانيانو په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي په خوګياڼو ولسوالۍ کې د شپږو پاکستانيانو په ګډون د ۱۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

ذکریا ذکي
2 لړم 1399
په ننګرهار کې د شپږو پاکستانيانو په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

د دغه ولایت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند ډنډو سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي.

خبرپاڼه زياتوي: د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريدونو کې چې هوايې ځواکونو يې مرسته کوله د شپږو پاکستانيانو په ګډون ۱۲وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

سرچينه کاږي، چې په يادو نښتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او له وسله والو طالبانو څخه يو شمېر وسلې هم په سيمه کې پاتې شوي دي.

وسله والو طالبانو د يادې ادعاء په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA