ads

یوناما: په تخار کې د افغان ځواکونو هوایي برید څېړل کېږي

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) ویلي چې په تخار ولایت کې پر یوې مدرسې د هوایي بریدونو له کبله د ۱۲ماشومانو د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي.

شمس الرحمن شمس
2 لړم 1399
یوناما: په تخار کې د افغان ځواکونو هوایي برید څېړل کېږي

ملګري ملتونه په تخار ولایت کې د هوایي برید له کبله د ۱۲ماشومانو وژل کېدو په اړه د څېړنې خبر ورکوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) ویلي چې په تخار ولایت کې پر یوې مدرسې د هوایي بریدونو له کبله د ۱۲ماشومانو د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي.

د دغه دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تر څېړنو وروسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

بل لور ته له دفاع وزارت څخه د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د تخار ولایت په هزار قرلق ولسوالۍ کې پر هغو طالبانو برید شوی چې تېره ورځ یې په بهارک ولسوالۍ کې افغان سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، په دغو هوایي بریدونو کې ۱۲ طالبان وژل شوي دي.

بلخوا، د تخار سیمه‌ییز چارواکي په دغه هوایي برید کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د دغه ولایت د والي ویاند جواد هجري د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، په دې پېښه کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA