ads

رولاند کوبیا: د افغانانو ترمنځ خپل منځۍ خبرې کافي وخت ته اړتیا لري

اروپایي ټولنه وایي، د افغانانو ترمنځ خپل منځي خبرو لپاره وخت ته اړتیا لیدل کېږي څو یوې ښې پایلې ته ورسي.

شمس الرحمن شمس
2 لړم 1399
رولاند کوبیا: د افغانانو ترمنځ خپل منځۍ خبرې کافي وخت ته اړتیا لري

اروپایي ټولنه وایي، د افغانانو ترمنځ خپل منځي خبرو لپاره وخت ته اړتیا لیدل کېږي څو یوې ښې پایلې ته ورسي.

د دغې ټولنې استازی رولاند کوبیا پر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې افغانانو ترمنځ روانو خبرو ته باید درناوی وشی او دغو خبرو د یوې ښې پایلې لپاره اړتیا ده چې کافي وخت ورکړل شي.

نوموړي همدارنګه ویلي، دا خبرې د افغانانو په مالکیت ترسره کېږي او په دغو خبرو کې هېڅ بهرنی اړخ دخیل نه دی.

کوبیا همدارنګه ټینګار کړی چې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره اړتیا ده چې دواړه لوري درېم ګړي ته وخت ورکړي تر څو یوې پایلې ته ورسي.

د اروپایي ټولنې استازی داسې مهال پر دریم ګړي ټینګار کوي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ له یومیاشتې زیات وخت وشو چې پر طرزالعمل او کړنلاره خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې ښکاره پایلې ته نه دي رسېدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA