روغتیایي چارواکي وایي، تېره ورځ په ټوله اروپا کې کابو ۲۰۰زره مثبتې پېښې ثبت شوې چې له کبله یې روغتونونه تر سخت فشار لاندې راغلي دي.
په اروپا کې تر دامهاله ډېرې پېښې په چک جمهوریت کې ثبت شوي دي او حکومت یې له ناټو او اروپایي ټولنې څخه د ۳۰۰پوځي کارکوونکو غوښتنه کړې، څو په روغتونونو کې د ناروغانو درملنه کې له دوی سره مرسته وکړي.
همدارنګه په بلجیم کې بیا هغه ناروغانو ته د کور سپارښتنه کېږي چې وضعیت یې ډېر بیړنی نه وي د دغه هېواد روغتیایي چارواکي وایي یوازې بیړنی ناروغ تر درملنې لاندې نیول کېږي.
بل لور ته د پولنډ روغتیایي چارواکو له حکومته غوښتي چې د دغه هېواد ملي سټډیوم په ګرځنده روغتون تبدیل کړي چې د ۵۰۰زره ناروغانو درملنه به پکې صورت نیسي.
په فرانسه کې هم د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی او ویل کېږي په سلو کې ۴۴سلنه روغتونونه له ناروغانو ډک دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ د کورونا ناروغانو شمېر له ۴۴میلیونو څخه اوښتی دی او له دې وبا څخه تر یو میلیون ډېر کسان قرباني شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

