د سرچینو په وینا، د نیجریا هېواد پولیسو په یاده سیمه کې پر لاریون کوونکو ډزې کړي، ۱۲ لاریونوال یې وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د لاریون کوونکو د تیت پرک کېدو په هدف پر هغوی ډزې کړې دي.
په ورته وخت کې د یاد هېواد جمهور رییس محمدو بوهاري پر لاریونوالو غږ کړی چې له لاریونونو لاس واخلي او خپلې غوښتنې د خبرو له لارې مطرح کړي.
د لاګوس ښار امنیه قومندان ټینګار کړی چې دا پېښه به په جدي ډول وڅېړل شي.
دا سیمه د نیجریا تر ټولو مهمه سیمه بلل کېږي او ۲۰ میلیونه وګړي ژوند پکې کوي.