ads

له واحد نصاب پرته ۵زره دیني مدرسې

د کلید ګروپ معلومات څرګندوي چې په هېواد کې د زرګونو ثبت او راجسټر دیني مدرسو ترڅنګ ګڼ شمېر نورې دیني مدرسې له جواز او ثبت پرته فعالیت لري او د فعالیت، نصاب او شمېر په اړه یې هېڅ اداره معلومات نه لري.

فضل هادي حمیدي
1 لړم 1399
له واحد نصاب پرته ۵زره دیني مدرسې
دغه معلومات په ډاګه کوي چې هغه له ۵۰۰۰ زرو ډېرې دیني مدرسې چې له حج او اوقافو وزارت سره ثبت دي، یو مشخص او واحد نصاب نه لري او هغه زده کوونکي چې له دغو مدرسو فارغېږي، هغوی هم بې برخلیکه پاتې کېږي.
د کلید ګروپ له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو پربنسټ، حج او اوقافو او د پوهنې وزارتونه د ورته مدرسو د ثبت لپاره مختلف معیارونه لري او آن د دوو مدرسو ترمنځ واټن یې هم ډېر سره توپیر لري.
د دیني مدرسو شمېر:
په افغانستان کې د ښوونځیو ترڅنګ زرګونه ثبت او نه ثبت دیني مدرسې، دارالحفاظونه او دارالعلومونه هم فعالیت لري.
د دیني زده کړو له یادو مرکزونو څخه یې یو شمېر له پوهنې وزارت او حج او اوقافو وزارتونو سره ثبت دي، خو هغه چې ثبت نه دي، نه یې څوک د شمېر، نه د نصاب او نه هم د مالي سرچینو په اړه معلومات لري.
د حج او اوقافو وزارت د دیني مدرسو رییس قاضي ریاض الله وایي، له دوی سره په ټول هېواد کې له ۵۰۰۰ زرو ډېرې دیني مدرسې ثبت دي چې نېږدې ۲۰۰ یې په کابل کې دي: «۴۸۳۲ مدرسې په ولایتونو او د کابل په ښار یا ناحیو کې ۱۹۳ مدرسې لرو.»
خو د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت بیا وایي، له دوی سره چې کوم د دیني زده کړو مرکزونه ثبت دي، د هغوی پوره څارنه کوي: « له ۱۱۲۸ څخه ډېر د دیني زده کړو مرکزونه زموږ سره ثبت دي او سل فیصده ترې موږ څارنه کوو.»
خو ګڼ شمېر نورې داسې مدرسې او د دیني زده کړو مرکزونه شته چې شمېر یې نه له پوهنې وزارت سره او نه هم له حج او اوقافو وزارت سره شته او دوی وایي، که څوک ورته د خپلې مدرسې د ثبت لپاره مراجعه وکړي، نو له اصولو سره سم یې ثبتوي، خو د نه ثبت شویو په اړه معلومات نه لري.
د دیني زده کړو د مرکزونو نصاب:
په داسې حال کې چې د دیني مدرسو هدف سره یو دی او هغه هم د ټولنې لپاره د عصري دیني عالمانو روزل دي؛ خو د یوه هدف لپاره بیا یو نصاب او یوه تګلاره شتون نه لري.
پوهنې وزارت وایي، هغه مدرسې او د دیني زده کړو مرکزونه چې له دوی سره ثبت دي، دهغوی لپاره یې نوی نصاب جوړ کړ او اوس همغه ورته تدریسېږي.
د دغه وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، د پوهنې وزارت له خپل نصاب څخه پوره څارنه کوي او هغه د دغه وزارت په اړوندو ټولو دیني مدرسو کې عملي کېږي: «هغه د دیني زده کړو مرکزونه چې زموږ اړوند دي، نصاب یې نوی شو او د پوهنې وزارت تر څارنې لاندې خپل فعالیت کوي. موږ په دیني مدرسو کې د کتابونو د کمښت ستونزه هم نه لرو.»
خو د حج او اوقافو وزارت د دیني مدرسو رییس قاضي ریاض الله وایي، دا یوه ستونزه ده چې دیني مدرسې یو نصاب نه لري.
نوموړی وایي، هره دیني مدرسه خپل ځانګړی نصاب لري او تر اوسه د دوی له خوا کوم نصاب نه دی ورکړل شوی: «د نصاب نشت زموږ د مدرسو یوه ستونزه ده او هره مدرسه خپل نصاب لري؛ خو اوس موږ په دوه نصابونو کار پیل کړی، چې یو له لومړي ټولګي تر دولسم پورې او بله هغه د درجو په اساس دی. په دیني مدرسو کې د درجو حساب وي، نو دا نصابونه هم تر اوسه نه دي بشپړ شوي او کار پرې روان دی، خو تر اوسه دوی ته کوم واحد نصاب نه دی ورکړل شوی.»
دا چې ولې تر اوسه دغه نصاب نه دی بشپړ شوی او پخوا ولې پرې کار نه دی شوی، د دیني مدرسو مشر په دې اړه له جزییاتو ورکولو پرته وایي چې اوس پرې کار روان دی او ژر به بشپړ شي.
خو افغانستان د عالمانو شورا بیا وایي، دیني مدرسې باید عصري، په ټکنالوژۍ پوه، له اوسني حالت سره سم او اړتیاو ته په کتو عالمان وروزي.
د دې شورا ویاند مولوي سعیدالرحمن احساس وایي، کوم نصاب چې د پوهنې وزارت له خوا اوس جوړ شوی او تدریسېږي، هغه په شرعي او نړیوالو معیارونو برابر نصاب دی:
«د پوهنې وزارت چې د دیني مدرسو لپاره کوم نصاب چمتو کړی، ډېر بهترین نصاب دی. هم له اوسني وخت او اړتیا سره برابر دی او هم د دیني زده کړو له هغو مرکزونو سره چې په نړیواله کچه شهرت لري، برابر دی. که زموږ د مدرسو مسوولین ورته پام وکړي، هغه نیت چې دوی یې د یوه ښه دیني عالم د روزلو لپاره لري، په دغه نصاب کې پوره کېږي.»
له دولت سره د دیني زده کړو  نه ثبت شوي مرکزونه او لاملونه یې:
د حج او اوقافو وزارت د دیني زده کړو د مرکزونو رییس وایي، که څوک وغواړي خپله مدرسه ثبت کړي، نو دوی ته مراجعه کوي، کنه نور دوی د دې امکانات نه لري چې په هر کلي او هر جومات کې په مدرسو پسې وګرځي او هغه ثبت کړي.
قاضي ریاض الله صابر وایي، که مدرسې د دوی معیارونه پوره نه کړي، نو بیا یې دوی نه ثبتوي او د هغوی د فعالیت مخنیوی هم د دوی کار نه دی: «کله یې چی زموږ معیارونه پوره کړل، هغه دا چې زده کوونکي یې پوره وي، فاصله یې زموږ له کړنې لارې سره برابره وي. درسي خونې یې پوره وي، نو بیا موږ ورته جواز ورکوو. که دا معیارونه پوره نه کړي، نو موږ ورته جواز نه ورکوو او هغه خپلسرې مدرسې دي. د هغوی مخه بیا موږ نه شو نیولی، خو د هغو د فعالیت مخه بیا ملي امنیت نیسي.»
د پوهنې وزارت بیا وایي، د نه ثبت شویو مدرسو په اړه یوه ګډ تصمیم ته اړتیا ده.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وایي: «د نه ثبت شویو مدرسو په اړه باید د پوهنې او حج او اوقافو وزارتونه یو ګډ پروګرام ولري او له دغو مدرسو یوه ارزونه وشي، یا دغه راجسټر کړي او یا یې په اړه بل تصمیم ونیول شي.»
خو په دې اړه چې تر اوسه ولې دا تصمیم نه دی نیول شوی، یا څه وخت به یاد تصمیم ونیول شي، نوموړې څه نه وایي.
بلخوا، د افغانستان د عالمانو شورا بیا په دې اړه چې ولې د یو شمېر مدرسو مسوولین نه غواړي چې خپلې مدرسې ثبت کړي وایي، دا ګڼ لاملونه لري.
د دې شورا ویاند سعیدالرحمن احساس وایي، د دیني عالمانو د روزلو ترڅنګ باید هغوی د معتبرو اسنادو په درلودلو سره په ټولنه کې مطرح او خلکو ته د خدمت مصدر وګرځول شي.
نوموړی وایي، که اسناد ونه لري، نو نه هغوی چېرته استاد او نه هم خطیب ګمارل کېدی شي.
د عالمانو د شورا ویاند د مدرسو د نه ثبتېدو د لاملونو په اړه وایي: «یو شمېر عالمان چې د مدرسو مشري هم کوي، له دولت سره سیاسي او فکري اختلاف لري، نو نه غواړي چې په خپله مدرسه کې یې دولتي نصاب تدریس شي، بل د مدرسو د ثبت لپاره مقررې ستونزې لري، دولت دیني مدرسو ته پاملرنه نه ده کړې او د هغوی د ستونزو په حل کې یې ورسره مرسته نه ده کړې؛ نو دا د هغوی لپاره په عقده بدله شوې او نه غواړي چې دعقدې له کبله خپله مدرسه ثبت کړي. د دغو ټولو زیان هغه عالم ته چې نوی روزل شوی او ټولنې ته رسېږي چې د دغه عالم له علم څخه ګټه نه شي اخیستلای.»
په ورته وخت کې په کابل کې د امیر حبیب الله د دیني مدرسې مشر قاري عبدالبصیر فرقاني وایي، دوی لېواله دي چې خپله مدرسه له دولت سره ثبت کړي؛ خو په خبره یې، ځکه نه غواړي چې مدرسه یې په دولت کې ثبت کړي چې د پوهنې وزارت نصاب بیا د زده کوونکو ذهن په څو برخو وېشي او لکه د اوس په څېر بیا د دیني زده کړو په برخه کې پایله نه شو ترلاسه کولای: «موږ علاقه مند یو چې خپله مدرسه ثبت کړو، ځکه چې د پوهنې وزارت فارغو زده کوونکو ته اسناد هم ورکوي، خو که یې ثبت کړو بیا اړ یو چې نصاب یې هم عملي کړو او که نصاب یې عملي کړو، نو بیا له خپلو زده کوونکو داسې پایله نه شو ترلاسه کولای لکه اوس. ځکه چې ذهن یې په څو مضامینو وېشل کېږي، خو زه د قران او نورو دیني زده کړو ترڅنګ د عصري زده کړو مخالف هم نه یم او زموږ ډېر زده کوونکي په کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو کې اوس په زده کړو بوخت دي.»
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د پوهنې، لوړو زده کړو، دیني او فرهنګي چارو د کمېسیون مشر امیرګل شاهین هم په هېواد کې د نه ثبت شویو مدرسو په اړه اندېښنه څرکندوي او وایي، دا ستونزې یې په وار وار له امنیت شورا او په ټوله کې له حکومت سره شریکې کړې دي خو تر اوسه ورته رسېدنه نه ده شوې: «داسې مدرسې شته چې له بېرون څخه یې ملاتړ کېږي او داسې مدرسې شته چې په پوهنې او حج او اوقافو وزارتونو پورې هېڅ تړاو نه لري، دا ناخوالې مو له ملي امنیت شورا او له اوسنیو نوماند وزیرانو سره هم شریکې کړې خو نوماند وزیرانو یې د حل کولو ژمنه کړې چې معلومه به شي چې تر کومه بریده به یادې ستونزې حل شي.»
د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو د کمېسیون مشر په ورته وخت کې د مدرسو د نه ثبتېدو د لاملونو په اړه وایي: «یو هغه سیمې چې له طالبانو سره دي، مدرسې یې نه غواړي چې ثبت شي او بل هغه مدرسې چې له بېرون څخه یې مالي ملاتړ کېږي، هغه هم نه غواړي چې ثبت شي.»
د دیني زده کړو د مرکزونو د ثبت معیارونه:
د پوهنې او حج او اوقافو وزارتونه د ورته دیني مدرسو د ثبت لپاره مختلف معیارونه لري.
د حج او اوقافو وزارت د دیني زده کړو د مرکزونو مشر قاضي ریاض الله وایي، کومې مدرسې چې د دوی معیارونه پوره نه کړي، هغه موږ نه ثبتوو او ډېرې داسې مدرسې شته چې معیارونه نه شي پوره کولای او دوی هم نه دي ثبت کړې: «زموږ د ثبت معیارونه دا دي، چې باید درسي خونې یې له څلورو کمې نه وي، زده کوونکي یې له سلو کم نه وي، له بلې مدرسې سره لږ تر لږه ۵۰۰ سوه متره واټن ولري، خو د استادانو انتخاب او استخدام د مدرسې د مسوولینو مسوولیت دی.»
خو د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت بیا وایي، د دیني زده کړو د مرکزونو ترمنځ واټن له ۵ تر ۳۰ کیلومترو پورې دی، په داسې حال کې چې د حج او اوقافو وزارت بیا د دوو دیني مدرسو ترمنځ واټن ۵۰۰ سوه متره یا نیم کیلومتر یادوي.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وایي: «یو دارالحفاظ په داسې سیمه کې جوړېږي چې پنځه کلي تر پوښښ لاندې راولي. د اوسېدونکو شمېر یې له ۵۰۰ سوو کم نه وي او له نورو دارالحفاظونو سره له ۸ کیلومترو ډېرواټن ولري. یوه ثانوي دیني مدرسه په داسې ځای کې جوړېږي چې ۱۵ کلي ترپوښښ لاندې راولي. د اوسېدونکو شمېر یې له لس زرو ډېر وي او له نورو مدرسو سره واټن یې له ۵ کیلومترو ډېر وي. یو منځنی دارالحفاظ په داسې سیمه کې جوړېږي چې لږ تر لږه ۸ کلي ترپوښښ لاندې راولي. د اوسېدونکو شمېر یې له ۵ زرو زیات او له نورو دیني زده کړو مرکزونو سره واټن یې له لسو کیلومترو ډېر وي او یو دارالعلوم په داسې سیمه کې جوړېږي چې د اوسېدونکو شمېر یې له ۷۰۰۰ زره او ۵۰۰ سوه کسانو څخه ډېر وي او له نورو دارالعلومونو سره تر ۳۰ کیلومترو پورې واټن ولري.»
د دیني مدرسو د فارغانو بې برخلیکه پاتې کېدل:
اوس مهال چې کوم کسان له دیني مدرسو څخه فارغېږي، بې برخلیکه پاتې وي او هېڅ د خپلو زده کړو په اړه کوم سند نه لري او هر کله چې کومې ادارې یا تحصیلي او ښوونیز نصاب ته د کار او یا زده کړو لپاره مراجعه کوي؛ نو داسې کوم اسناد نه لري چې د دوی په زده کړو دلالت وکړي، له همدې کبله بې برخلیکه پاتې کېږي.
د حج او اوقافو وزارت د دیني مدرسو مشر قاضي ریاض الله وایي، دوی له پوهنې وزارت او آن له حکومت سره داستونزه شریکه کړې ده: «موږ پوهنې وزارت ته هم طرحه لېږلې او زموږ او پوهنې وزارت ګډه طرحه حکومت ته هم لېږل شوې، خو تر اوسه مو کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی. موږ غواړو چې د دیني مدرسو فارغین د دولسم ټولګي په فارغانو کې حساب شي.»
خو د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، دا کسان به د یوې ازموینې له تېرولو وروسته اسناد ترلاسه کړي: «بحث شوی خو وروستی تصمیم لاهم نه دی نیول شوی او دا کسان به د یوې ازموینې له تېرولو وروسته کله چې د کامیابۍ نمرې ترلاسه کړي، نو بیا به اسناد ترلاسه کوي.»
د دیني مدرسو مالي لګښتونه او په ځینو کې یې د غیرقانوني کړنو په اړه اندېښنې:
د یو شمېر دیني مدرسو په اړه داسې اندېښنې هم شته چې خپل لګښتونه له ځینو بهرنیو هېوادونو او یا کړیو څخه ترلاسه کوي او د یو شمېر مدرسو په اړه دا هم ویل کېږي چې د دیني زده کړو ترڅنګ پکې د نظام او ملي ګټو خلاف فعالیتونه هم کېږي.
خو د حج او اوقافو وزارت د دیني مدرسو رییس قاضي ریاض الله وایي، هغه دیني مدرسې چې له دوی سره ثبت دي، هره میاشت ورته د خپلو مالي چارو راپور هم ورکوي او دوی ترې څارنه هم کوي: «هغوی موږ ته د مالي چارو بشپړ راپور راوړي او بیا زموږ پلاوی دهغوی چارې هم څاري، خو زموږ سره یوازې ۱۲ مدرسې د افرین په نامه د یوې جرمنۍ موسسې له خوا تمویلېږي. نورې مدرسې په کابل کې په فیس او په ولایتونو کې د خلکو او ملي سوداګرو په مرسته چلېږي.»
په ورته وخت کې په کابل کې د میرحبیب الله د دیني مدرسې مشر قاري عبدالبصیرفرقاني وایي، د دوی استادان له خپل وس سره سم هرڅومره وخت چې لري، وړیا تدریس کوي او نورې د لیلیې مالي چارې یې د خلکو په مرسته مخته وړي: «زموږ د ځینو زده کوونکو اولیا او ځینې د سیمې خلک او زموږ شخصي دوستان د خپل وس په اندازه زموږ سره مرسته کوي، څوک د څو بوجیو وریجو، څو د څو ټیمونو غوړیو، څوک د نورو توکو همداسې مو د مدرسې چارې پرمخ ځي.»
خو په ورته وخت کې د عالمانو د شورا ویاند مولوي سعیدالرحمن احساس وایي، په ټولو مدرسو باندې دا تور نه شو لګولی چې له بهرنیو هېوادونو به پیسې اخلي، خو یو شمېر به وي لکه ځینې نورچارواکي او مسوولین دوی به هم د چا لپاره کار کوي: «داسې نه ده چې یوازې زموږ نه ثبت شوې مدرسې به له بهرنیانو پیسې اخلي، لکه زما وزیر چې له نورو پیسې اخلي، لکه زموږ والي او نور چارواکي چې له نورو هېوادونو پیسې اخلي. زموږ ځینې مدرسې په هم دا کار او جاسوسي کوي؛ خو په ټولو دا تور نه شول لګولی. او داسې هم نه ده چې ټولې نه ثبت شوې مدرسې د پیسو او جاسوسۍ لپاره جوړې شوې، باید عمومي قضاوت ونه شي او که زموږ چارواکي پیسې وا نه خلي نو زموږ مدرسې یې په هېڅ صورت نه شي اخیستلای.»
بلخوا په ځینو دیني مدرسو دا تور هم لګول کېږي چې د دیني مدرسو ترڅنګ د نظام خلاف فعالیتونه هم کوي خو د حج او اوقافو وزارت د دیني زده کړو رییس قاضي ریاض الله وایي، چې کېدای شي په یو شمېرمدرسو کې چې ثبت نه دي، ځینې داسې غیرقانوني کړنې شوې وي؛ خو ځینې د اسلام دښمنان د دین د بدنامولو لپاره هم هڅې کوي او داسې ګنګوسې خپروي: «د اسلام دښمنان ډېر دي او د عالم او ملا پرضد دسیسې جوړوي، ترڅو د اسلام دین بدنام کړي او کله چې په کومه مدرسه کې د نظام ضد د فعالیت، یا چاودنې، یا اخلاقي فساد خبر خپور شي، هغه به یا واقعیت لري او یا نه خو په نورو مدرسو ناوړه آغېز کوي او بیا خلک زړه نه ښه کوي چې دیني مدرسو ته خپل ماشومان ولیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال ۱۱۲۸ د دیني زده کړو مرکزونه له پوهنې وزارت سره او ۵ زره او ۲۵ مدرسې او د دیني زده کړو مرکزونه د حج او اوقافو له وزارت سره ثبت دي، چې یوازې د حج او اوقافو وزارت اړوند مدرسو کې ۶۱۶ زره ۲۷۶ زده کوونکي او ۱۸ زره ۹۲۹ ښوونکي په زده کړو او تدریس بوخت دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA