ads

سټولټنبرګ: په افغانستان کې زموږ شتون په شرایطو پورې تړلی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې د خپل پراخ ماموریت ترسره کولو لپاره ۱۲زره سرتېري لري.

محمدخان بریال
1 لړم 1399
سټولټنبرګ: په افغانستان کې زموږ شتون په شرایطو پورې تړلی

هغه زیاته کړې، دوی د سولې پروسې د یوې برخې په توګه په دغه هېواد کې د خپلو ځواکونو حضور تنظیم کړی او څو چې دوی ډاډه شوي نه وي، پوځیان به یې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
د یادونې ده چې ناټو تر دې وړاندې هم تر ۲۰۲۴ میلادي کاله د افغان ځواکونو د ملاتړ خبر ورکړی و.
په ورته وخت کې په افغانستان د ناټو او امریکایي سرتېرو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم تر ۲۰۲۴ میلادي کاله د افغان سرتېرو د ملاتړ ډاډ ورکړی.
هغه پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي، ځکه په وینا یې، د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې پر خبرو منفي اغېز کوي.
اندېښنې دا دي که امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي، یو ځل بیا به کورنۍ جګړې پیل شي او د اوسني نظام د نسکورېدو لامل به شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA