له دغه وزارت څخه پرون شپه ناوخته په خپره شوې خبرپانه کې لیکل شوي چې طالبان تېره ورځ د کابل د موسهي ولسوالۍ د کته سنګ په سیمه کې پر افغان ځواکونو د برید لپاره راټول شوي وو.
د خبرپاڼې په وینا، افغان سرتېري پر وخت سیمې ته ورسېدل او د طالبانو د برید مخه یې ونیوله.
سرچینه زیاتوي چې په رامنځته شوې نښته کې ۱۲ طالبان ووژل شول او د هغوی ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې هم افغان سرتېرو ته په لاس ورغلې.
دفاع وزارت همدارنګه وایي، د ۱۱۱ فرقې ځواکونو د ترسره شوو عملیاتو په پایله کې د طالبانو یو میل دهشکه، د دهشکې ۷۲ مرمۍ، یو میل کربین ټوپک، یو دوربین، یو میل کلاشینکوف او ګڼې نورې وسلې هم تر لاسه کړې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.