ads

په هلمند کې د ۵۶۰۰ بېځایه شوو کورنیو له درده ډک ژوند

د هلمند له ناوې، نهرو سراج او نادعلي ولسوالیو څخه مرکز لښکرګاه ښار ته راکډه شوي ۵۶۰۰ کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له حکومت د مرستو جدي غوښتنه کوي. 

حضرت محمد روحاني
1 لړم 1399
په هلمند کې د ۵۶۰۰ بېځایه شوو کورنیو له درده ډک ژوند
دوی وایي، هلته جګړو اړ کړي چې مرکز ته کډه وکړي، خو په وینا یې، اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د خوراکي توکو په ګډون د اوسېدو ځایونه هم نه لري.
دغه راغلي کډوال اوسمهال هلته تر شنه اسمان لاندې په خېمو کې ژوند کوي:
«ژمنی دی، هوا ډېره یخه ده، د اوسېدو ځای نه لرو او ماشومان مو هم ټول ناروغ دي. سیمه‌ییز او ولایتي چارواکي دوکه راکوي او تر اوسه هېڅ مرسته نه ده راسره شوې.»
یاد کډوالو د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.
بلخوا، د هلمند ولایت د کډوالو چارو دریاست ریس سید محمد رامین وایي،  په تېرو ۱۲ ورځو کې د دغه ولایت له ولسوالیو څخه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته د دسروې له مخې،  ۵۶۰۰ کورنۍ راغلې دي.
د ده په خبره، د همکارو موسیسو ټیمونه ګمارل شوي، څو له راغلو کډوالو سره مرسته وکړي:
«ډېرې کورنۍ له ناوې ولسوالۍ څخه مرکز ته راکډه شوې دي، موږ هڅه کوو چې د همکارو موسیسو په مرسته هغوی ته رسېدنه وشي.»
د دې تر څنګ،  دهلمند د بشرحقونو د ولایتي دفتر مسول عبدالمقیم علیزی  وایي، د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو او ولسوالیو څخه ۹۵۰۰په شاوخوا کې کورنۍ بېځایه شوې، چې اوس مهال بیړنیو مرستو ته اړتیا لرې .
کابو ۱۳ ورځې کېږي چې د هلمند په ناوې، نهرو سراج او د دغه ولایت پر مرکز د طالبانو بریدونه روان دي. د نظامیانو تر څنګ ګڼو ملکي وګړو ته هم پکې د مرګ ژوبلې او له خپلو سیمو د بېځایه کېدو ادعاوې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA