د دغه ولایت د والي ویاند جواد هجري د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره ورځ د تخار ولایت په هزاره قرلوق ولسوالۍ کې هوایي ځواکونو په تېروتنه کې پر ملکي وګړو بمباري کړې ده.
د ده په وینا، په دې پېښه کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د تخار سیمهییز چارواکي د دې پېښې د څېړلو خبر ورکوي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې تر دې وړاندې هم په هوایي بریدونو کې ملکي وګړي د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه خپاره شوي دي.


