ads

په ارزګان کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پر مهال ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

محمدخان بریال
1 لړم 1399
په ارزګان کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

په سويل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند احمد صادق عیسی کليد ته وويل، ياد بريدونه تېره شپه افغان هوايي ځواکونو ترسره کړي دي.
بلخوا، افغان امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې ددغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د هغو سيمو د بيرته نيولو پلان لري چې څه موده مخکي د افغان ځواکونو له ولکي وتلې دي.
د ارزګان امنيه قومندان مل پاسوال محمدخطاب خنجري کليد ته وويل، افغان ځواکونه پلان لري، څو د سيمي د بیرته نيولو لپاره پراخ عمليات پیل کړي او د يادې ولسوالۍ امنيتي وضيعت کنټرول کړي.
وسله والو طالبانو بیا تر دامهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د دهراوود او ګيزاب ولسوالۍ د جګړو بیځايه شوي مرکز ترينکوټ ته هم راګډه شوي او دلته له لوږې او روغتيايي ستونزو سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA