د سیګار په وینا، په تېرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې ۱۹ میلیارده ډالر اختلاس او حیف میل شوي دي.
د دې ادارې په تازه راپور کې ویل شوي چې یوازې له ۲۰۱۸ میلادي کاله بیا تر ۲۰۱۹ میلادي کاله د افغانستان د بیا رغونې لپاره درې میلیارده او ۴۰۰ میلیونه ډالر ورک شوي دي.
د سیګار په راپور کې دا هم ویل شوي چې له افغانستان سره د امریکا د مرسته شوو پیسو له جملې اووه اشاریه درې میلیارده ډالر له نشه یي توکو سره مبارزې ته ځانګړي شوي وو، خو هېڅ لاسته راوړنه یې نه درلود.
د یادولو وړ ده چې امریکا په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان پر بیارغونه د ۱۳۴ میلیارده ډالرو لګېدو ادعا لري، خو بیا هم څه ډول چې اړتیا وه، د افغانستان بیا رغوونې ته کار نه دی شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


