نوموړي دغه څرګندونې پرون ماخستن د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره په کتنه کړې دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې تېر ماخستن شېرمحمد عباس ستانکزي او د امریکا د مالي پرختیا بنسټ اجراییوي رییس تر منځ کتنه شوې ده.
د نعیم په وینا، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې او سرمایه ګذارۍ د فرصتونو په تړاو خبرې وشوې.
د نعیم په وینا، طالبانو په افغانستان کې د نړیوالې پانګوونې هرکلی کړی او ډاډ یې څرګند کړی چې دوی به په افغانستان کې هر ډول پانګوونې ته زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاتوي چې د دواړو لورو تر منځ په کتنه کې د دوحې د هوکړې پر ارزښت هم خبرې شوې دي.


