ads

د کورونا ۱۱۶نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۱۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۶۲۶تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
1 لړم 1399
د کورونا ۱۱۶نورې پېښې ثبت شوې

له دغه وزارت څخه په خپرو شوو شمېرو کې ویل شوي چې په یاده موده کې له دې وبا څخه څلور تنه مړه شوي او اووه نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۵۰۵ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۸۳۱ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA