ads

په ۲۶ ولایتونو کې ۱۱۶ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان سرتېرو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۱۶ وسله والو طالبانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

محمدخان بریال
30 تله 1399
په ۲۶ ولایتونو کې ۱۱۶ طالبان وژل شوي

د دغه وزارت له لوري د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې افغان سرتېرو په ۲۶ ولایتونو کې طالبانو ته دا مرګ ژوبله اړولې ده.
د خبرپاڼې په وینا، د افغان ځواکونو په ترسره شو بریدونو کې ۳۹ نور طالب جنګیالي ټپیان شوي هم دي.
خبرپاڼه وایي، طالبانو ته دا مرګ ژوبله په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا، کابل، میدان وردک، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، ارزګان، کندهار، هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بلخ، هلمند، نیمروز، کندز او تخار ولایتونو کې اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA