ads

په کندهار کې موټر بم برید شنډ شوی

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسولین وايي، د ملي اردو پر قرارګاه یې د موتر بم برید مخه نیولې ده.

تاج محمد ساحل
30 تله 1399
په کندهار کې موټر بم برید شنډ شوی

د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن احمد صادق عيسی وایي، تېره شپه ناوخته سهار مهال وسلوالو طالبانو غوښتل چي د شاولي کوټ ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې د ملي اردو پر قرارګاه د يو مازدا موټر په وسیله بريد وکړي، چې د افغان ځواکونو لخوا پېژندل شوی او له منځه وړل شوی دي.
عيسي وایي، په دې پېښه کې افغان ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی.
وسلوالو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA