ads

متقاعد جنرالان له افغان ځواکونو او د سولې له پروسې ملاتړ کوي

د افغانستان د متقاعدو افسرانو او جنرالانو د انسجام شورا رییس حسام‌الدين حقبين د چهارشنبې پر ورځ د يادې شورا د پرانیست غونډې پرمهال وويل، له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو او د دغه‌راز د سولې له روانې پروسې د ملاتړ په هدف یې ياده شورا رامنځ‌ته کړې.

منصور یوسفزی
30 تله 1399
متقاعد جنرالان له افغان ځواکونو او د سولې له پروسې ملاتړ کوي

نوموړي زیاته کړه، په کور ناست جنريالان چمتو چې په هر ډول سياسي او پوځي برخه کې په قانوني بڼې خپل مسووليت ادا کړي.
دی زياتوي، د يادې شورا د رامنځ‌ته کېدو له لارې غواړي د متقاعدو جنرالانو او د وژل شويو افغان ځواکونو کورنيو لپاره هم د خدمت جوګه شي او له مادي او معنوي حقونو څخه به یې ملاتړ وکړي.
حقبين وويل:
«موږ د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ، په کور ناستو جنرالانو له حقوقو څخه د دفاع په هدف، د وژل شويو افغان پوځيانو د کورنيو له مادي او معنوي حقوقو او د سولې له پروسې ملاتړ په موخه مو ياده شورا رامنځ‌ته کړې، موږ هڅه کوو چې له دې لارې خپل خلکو ته د خدمت مصدر واقع شو او له حکومت سره همکاري وکړو.»
په ورته وخت کې متقاعد جنرال سيد واقف شاه سعيدي بيا وايي، دا چې نن افغان ځواکونه په پوره مېړانې له خاورې دفاع کوي، د متقاعدو جنرالانو او افسرانو د هڅو پايله ده.
دی زياتوي، هېواد کې پوځي حالت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، حکومت بايد په امنيتي بنسټونو کې مشورتي مرکزونه ايجاد کړي او دوی به له کوم پرته ورسره همکار پاتې شي.
د سعيدي په خبره، دوی د سولې غوښتوونکي دي، خو د سولې په پروسه کې دوی ته هېڅ ډول ونډه نه‌ده ورکړل شوې.
نوموړي وويل:
«دا چې نن زموږ افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د امريکايي سرتيرو پرته په پوره مېړانې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوي او له خاورې دفاع کوي، دا ټول د متاعقدو جنرالانو د هڅو پايلې دي، که وکتل شي په هېواد کې نظامي وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، موږ حکومت ته وړاندیز کوو چې په امنيتي سکټورونو کې دې مشورتي مرکزونه رامنځ‌ته کړي او متقاعد جنرالان چمتو دي چې له کوم امتياز پرته ورسره همکار پاتې شي.»
بل‌خوا د پوهنتون استاد فیض‌الله جلال بيا وايي، هېواد کې روانه جګړه له همدغو متقاعدو او تجربه لروونکو جنرالانو پرته بل هېڅوک نه‌شي مديديريت کولی او د دوی له شتون پرته حکومت په جګړه کې بريا نه‌شي خپلولی.
جلال ټينګار وکړ چې د يادې شورا د رامنځ‌ته کېدو پرځای بايد د له اوسني وضعيت څخه د افغانستان ژغورلو په هدف د سولې او جګړې د سټراټيژيکو مطالعاتو مرکز جوړ شوی وای.
جلال وويل:
«کومه جګړه چې اوس‌مهال په هېواد کې روانه ده، له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پرته یې هېڅوک د مديريت ظرفيت او وړتيا نه‌لري، حکومت بايد د جنرالانو د تقاعد کېدو په برخه کې له خپلې پرېکړې تېر شي او دوی دې په امنيتي بنسټونو کې ځای پر ځای کړي.»
د افغانستان د متقاعدو افسرانو او جنرالانو د انسجام شورا په داسې حال کې خپل فعاليت په پيل کړ چې د جنرالانو او پوځيانو د تقاعد په برخه کې تر بل هر وخت نيوکې زياتې شوي او دغه‌راز د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې جګړه په شدت روانه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA