ads

د کورونا ۱۴۱نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۴۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۵۱۰تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
30 تله 1399
د کورونا ۱۴۱نورې پېښې ثبت شوې

د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه دوه تنه مړه شوي او ۳۴ نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۵۰۱ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۸۲۴ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA