د دغه ولایت د والي ویاند عطاوالله خوږیاڼی وایي، نن سهار هلته د فوټبال په لوبغالي کې د پاکستاني وېزو اخیستلو ته زرګونه کسان راټول شوي وو چې د ګڼې ګوڼې له امله یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې ۱۲ مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د درېیو نارنیه وو په ګډون ۱۰ مېرمنې ټپیانې شوې چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنه لاندې دي.
خوږیاڼی زیاتوي، دوی هلته د ۳۲۰ په شاوخوا کې ښځینه او نارینه پولیس په دندو ګمارلي وو، خو پر دغو امنیتي تدابیرو سربېره، بیا هم یاده پېښه رامنځته شوې ده.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د ننګرهار والایتي ادارې هېوادوالو ته اعلان کړی و چې د پاکستان د وېزو تر لاسه کولو لپاره په جلال اباد ښار کې د فوټبال لوبغالي ته مراجعه وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ