ads

د ننګرهار نننۍ پېښه؛ چارواکي ولس، خو ولس بیا چارواکي ملامتوي

د جلال اباد ښار فوټبال لوبغالي کې زرګونه کسان د وېزې ترلاسه کولو لپاره ور ټول دي.

فقیر محمد فقیر زی
30 تله 1399
د ننګرهار نننۍ پېښه؛ چارواکي ولس، خو ولس بیا چارواکي ملامتوي
د دغو زرګونو کسانو د ګڼې ګوڼې هجوم د چهارشنبې په سهار د ۱۲ مېرمنو ژوند واخیست او د ۳ نارینه وو په ګډون یې  ۱۳ نور ژوبل کړل.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره یې فوټبال لوبغالي کې د ټوکنو د وېش لړۍ پيل کړې وه.
د ټوکنو د وېش په ځای کې لسګونه زره پاسپورټونه بې پرخلیکه پراته وو.
وېزه اخیستونکي وایي، له دوی یې پاسپورټونه د وېزې د لګولو په خاطر ټول کړي، خو نه پوهېږي څنګه به يې بېرته ترلاسه کړي.
دوی د ګڼې ګوڼې او په ځنډ د ویزې د ترلاسه کولو لامل ناسم مدیریت یادوي.
بل لورته، مدني فعالان بیا په حکومت نیوکه کوي او وایي چې په شته امکاناتو کې ونه توانېدل ولس ته په کور دننه زمینه برابره کړي.
مدني فعال حیات الله حمیدي وایي که حکومت ولس ته په هره برخه کې زمینه برابره کړې وای ولس به پاکستان نه د دتللو لپاره زړه نه ښه کوه.
د وېزې ورکولو د چارې بیا پیلېدو سره د پاکستان پر سفارت او کونسلګرو په تېره جلال اباد کونسلګرۍ بیروبار جوړ شو.
ځايي چارواکو د ویزې ترلاسو مړلو چاره کې د درغلۍ د مخنیوي او د دې بهیر د روڼتیا لپاره د کونسلګرۍ په ځای د فوټبال سټیدیم غوره کړ.
دوی غوښتل د ویزې ټوکن د ځای بدلولو سره به بیروبار کم او د ورځې به تر زرو ویزې ووېشل شي خو نه پوهېدل چې د ګڼې ګوڼې له امله به دا ستونزه رامنځته کېږې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA