د ده په خبره، امریکا او ناټو د افغان سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکوي او په هلمند کې پر طالبانو د امریکایي سرتېرو بریدونه یې ښکاره بېلګه ده.
هغه زیاته کړه، طالبان اوس هم د فتحې پر دورغجن روایت باور لري او په وینایې یې، دا ډله په زرو واک نه شي تر لاسه کولی.
نوموړي په ورته وخت کې پر افغانانو غږ وکړ چې د تېر تاریخ له تکراد څخه پند واخلي او یو بل ته لاسونه ورکړي، څو په ګډه هېواد جوړونې ته کار وشي.
جمهور رییس غني پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې پر افغان سرتېرو د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.
اندېښنې دا دي که امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي، کورنۍ جګړې به رامنځته شي او د اوسني نظام نسکورېدو لامل به شي.