ads

جمهور رییس نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور وپېژندل

د نوي حکومت د رامنځ‌ته کېدو شاوخوا اته مياشتې وروسته جمهور رییس محمد اشرف غني د چهارشنبې پر ورځ نوماند وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو په هدف ولسي جرګې ته معرفي کړل.

محمدخان بریال
30 تله 1399
جمهور رییس نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور وپېژندل
جمهور رییس غني د چهار شنبې پر ورځ ولسي جرګې ته د نوې کابينې د معرفي کېدو په مراسمو کې وويل چې په دولتي ادارو کې بايد د بنيادي اصلاحاتو د رامنځ ته کېدو په برخه کې يوې پايلې ته ورسېږي.
نوموړي د ولسي جرګې له غړو ووغوښتل چې له حکومت سره ګډه لازم اصلاحات رامنځ‌ته او يوه رښتينې کابينه د خلکو لپاره معرفي کړي.
جمهور رییس غني دغه‌راز زياته کړه، د ولسي جرګې له لوري د نوې تاييد شوې کابينې له ادرسه به په حکومت کې د يو موټي ټيم شاهدان وو.
نوموړي همدارنګه وویل، اداري فساد د حکومت او خلکو ترمنځ د بې‌باورۍ لامل دی او حکومت له دې پديدې سره د مبارزې لپاره جدي اراده لري.
بل لور ته د ولسي جرګې غړي بيا وايي، د اساسي قانون د ټولو موادو، داخلي وظایفو او د هېواد ملي ګټو په پام کې نيولو سره به نوې کابينې ته رايه ورکړي.
نوې کابينه په داسې حال کې ولسي جرګه ته معرفي کېږي چې د ولسي جرکې غړو په وار وار سره د سرپرست وزیرانو د کار دوام ته اندېښنه څرګنده کړې وه.
د نوماند وزیرانو له معرفي کېدو وروسته، د ولسي جرګې تخصصي کمېسيونونه به د نوماند وزیرانو تحصيلي او نور اسناد د يوې اوونۍ په درشل کې وڅېړي او له هغې وروسته د رایې اخیستنې لپاره صندوق کېښودل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA