د امنیت شورا ناسته چې د امریکا، فرانسې او روسیې په غوښتنه جوړه شوې وه، د دې شورا ۱۵ غړو د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې انساني اوربند ته لومړیتوب ورکړي او روانې نښتې پایته ورسوي.
ټاکل شوې چې امنیت شورا د روانې اونۍ په جریان کې یوه اعلامیه هم خپره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د دواړو لورو تر منځ په نښتو کې ۸۰۰ کسان وژل شوي دي.