د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، له چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر چې غوښتل یې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو پر پوسته موټر بم برید ترسره کړي، د پولیسو له لوري پېژندل شوی او هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوی دی.
د ارین په وینا، په پېښه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا، د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده هم کلید ته دا پېښه تایید کړه او زیاتوي چې په دې پېښه کې د سیمهییزو پولیسو د یو قومندان په ګډون درې تنه سرتېري ټپیان شوي دي.
که څه هم امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د پېښې مسولیت هم کومې مخالفې ډلې نه دی منلی.


